ملا یعقوب: نړۍ ته ډاډ ورکوو چې پولې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

memaarpress
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر وايي، دا ډله د دوحې هوکړې ته ژمنه ده او پاتې به شي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه (د عقرب ۲۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د بشري او فرهنګي چارو له وزیر او په افغانستان کې د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي البخیت او د دغه سازمان د دفتر عمومي مدیر محمد سعید “ال عیاش” او د دغه سازمان سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي په کابل کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل: موږ ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې پولې یې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

اعلامیه زیاتوي، چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو د امنیت په تامین، د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره د مبارزې او له داعش سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه.


— 
پنج‌شنبه, ۲۶ آبان ۱۴۰۱ —
بیشتر بخوانید:  مایکل والټز: له افغانستانه وتل به د امریکا لپاره شرم او داغ وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x