د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د دې وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د یکشنبې په ورځ (د جوزا په ۲۵مه) په کابل کې د قرغزستان د سفارت له شارژدافیر تورداکون سیدیکوف سره ولیدل.
د وزارت د بیان له مخې، په غونډه کې په څو مهمو مسلو خبرې وشوې، په شمول د ټرانزیټ او سوداګرۍ اسانتیا لپاره د لوژستیکي مرکز جوړول، د سوداګرۍ همکارۍ لپاره د لارې نقشه ټاکل، د اقتصادي او پانګونې تړونونو لاسلیک کول، او افغانستان ته د قرغزستان د بشري مرستو زیاتول.
د قرغزستان سفیر د هیواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر لخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ته رسمي بلنه هم وسپارله چې د بشکیک اقتصادي فورم کې چې ټاکل شوې ده سږکال په اګست کې ترسره شي، ګډون وکړي