د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د عبدالباري عمر په دفتر کې جوړه شوې وه، د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د برېښنا شرکت مطبوعاتي اعلامیې له مخې، بحثونه دې ولسوالۍ ته د برېښنا شبکو پراخولو باندې متمرکز وو.
د چرخ ولسوالۍ قومي مشرانو هم د برېښنا متوازن تولید او وېش کې د برېښنا شبکې د پراخولو په برخه کې د برېښنا شرکت د دوامداره هڅو ستاینه وکړه.
دوی دې سیمې ته د برېښنا شبکې د پراخولو د چټکولو غوښتنه وکړه.