د معمار پرس د خبر له مخې؛ حقاني د لوی اختر په دریمه ورځ د وزیرانو، مرستیالانو، والیانو او د ډلې د امنیتي قوماندانانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې، پر افغانانو غږ وکړ چې د خپل ملي او مذهبي هویت د ساتنې لپاره کار وکړي.
په دې غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د سوداګرۍ سکتور استازو ګډون کړی و.
د طالبانو چارواکي د ملي یووالي پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړ.
د طالبانو چارواکو مخکې د افغانانو په یووالي او د اسلامي ارزښتونو په ساتنه ټینګار کړی و.