د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا پریکړه لیک، چې د جمعې په ورځ تصویب شو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اسلامي همکاریو سازمان د بیړنیو غونډو غوښتنه هم وکړه.
د پاکستان د ملي شورا د رییس سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان په پرانیستې غونډه کې، هیواد یو ځل بیا اعلان وکړ چې هیڅکله به اسراییل په رسمیت ونه پیژني او دا رژیم به “ترهګر رژیم” وګڼي.
په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د جوزا د ۲۳مې نیټې د جمعې په سهار پر ایران د اسراییلو برید د ملګرو ملتونو د غړي هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سازمان د منشور او نړیوال قانون سره هم په ټکر کې ده.