افغان کډوال د امریکا د سفر له محدودیتونو څخه معاف دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) لپاره د غوښتنلیکونو د بیاکتنې پروسه دوام لري، سره له دې چې د څو هیوادونو اتباعو لپاره امریکا ته د سفر بندیز دی.
افغان کډوال د امریکا د سفر له محدودیتونو څخه معاف دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې هغه افغان کډوال چې د ځانګړو مهاجرتي ویزو لپاره وړ دي، هیواد ته د سفر له بندیز څخه معاف دي.

د سرچینې په وینا، دا معافیت دوی ته اجازه ورکوي چې په متحده ایالاتو کې د استوګنې لپاره خپل قونسلګرۍ پروسیجرونه تعقیب کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس پرون (سه شنبه، د جوزا په ۲۰مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د SIV ویزې غوښتنلیکونو بیاکتنه په ټوله نړۍ کې د امریکا په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې دوام لري.

دا پروسه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ډیزاین شوې چې د امریکا ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه