تیر کال له ۱۰،۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال د جرمني تابعیت ترلاسه کړ

د جرمني د فدرالي احصایې دفتر په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو ته د جرمني تابعیت ورکړل شو، چې د تیر کال په پرتله د ورکړل شویو تابعیتونو په شمیر کې ۴۶ سلنه زیاتوالی دی.
تیر کال له ۱۰،۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال د جرمني تابعیت ترلاسه کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د فدرالي احصایې دفتر د نویو خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۹۱،۹۵۵ کسانو په هیواد کې تابعیت ترلاسه کړ، چې د تیر کال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی دی.

دا احصایه، چې د یو بې ساري ریکارډ په توګه تشریح شوې، د جرمني په ټولنه کې د مهاجرینو، په ځانګړې توګه د افغانستان څخه، مهم رول منعکس کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه