د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو لپاره یې د پام وړ هڅې زیاتې کړې دي.
د جوزا په ۲۰مه، د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د وزارت د چارواکو په حواله، په تیرو دوو میاشتو کې، له ۲۱۶،۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
په یوه بیانیه کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له افغان کډوالو څخه غوښتي چې په خپله خوښه له هیواد څخه ووځي.