د ملي مقاومت جبهه: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک متناقض دی

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغې جبهې نن (شنبه، د عقرب ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د «تروریستي ډلو د ظلم او استبداد» لړۍ مخه ونه نیول شي، ډېر ژر به ناامني او ترهګري سیمې او نړۍ ته خپره شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د نوي پرېکړه ليک د تصويب په غبرګون کې د مقاومت جبهې زياته کړې، چې دغه پرېکړه ليک له ډېرو پاراډکسونو ډک دی.

د دې جبهې په وینا، ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي، په داسې حال کې چې دوی “په خپله د نړیوالې ترهګرۍ لویه برخه ده.”

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري چې د نشه یي توکو د کښت، پروسس او لیږد پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي، په داسې حال کې چې د تېرو شلو کلونو په جګړه کې د نشه يي توکو کښت او تولید د طالبانو لپاره د عایداتو یوه له بنسټیزو او سترو سرچینو څخه بلل کېږي.

بیشتر بخوانید:  د روغتیا نړیوال سازمان: په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او زیږون د اختلاطاتو له امله مري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x