د معمار پرس د خبر له مخې؛ یو شمیر سیاسي، مدني، بشري حقونو او احتجاجي غورځنګونو په هالنډ کې د افغانستان د سفیر محمد اصف رحیمي د فعالیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده او د هالنډ له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د طالبانو سره د هغه د اړیکو په اړه رسمي او شفاف دریځ غوره کړي.
په یوه رسمي لیک کې چې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوی، دغو سازمانونو ادعا کړې چې ښاغلی رحیمي طالبانو ته “بیعت” لري او په اروپا کې د افغانستان ډیپلوماټیکې سرچینې د دې ډلې په ګټه کاروي.
دا لیک چې د بشري حقونو او مدني حقونو ۶۶ فعالانو لاسلیک کړی، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي چې نه یوازې په هیواد کې د افغانستان د سفارت د اوسني وضعیت په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي، بلکې د ډیپلوماتیک ماموریت د سرچینو د عملیاتو او مدیریت سمدستي قانوني او مالي بیاکتنه هم وکړي.