د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران او امریکا د غیر مستقیمې خبرو اترو د بل پړاو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: د مشورو پر بنسټ، د ایران او امریکا د غیر مستقیمې خبرو اترو بل پړاو د راتلونکې یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمینه مسقط کې پلان شوی دی.
که چیرې د خبرو اترو دا پړاو ترسره شي، نو دا به د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمې خبرو اترو شپږم پړاو وي، چې د عمان په منځګړیتوب سره به ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ۲۲مه اوسلو فورم کې د ګډون لپاره ناروې ته د سفر اعلان وکړ.