پریکړه کوونکې لوبه؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د سوریې سره مخ کیږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به سبا، سې شنبه، د جوزا په ۲۰مه، په سعودي عربستان کې د آسیا جام د غوراوي په سیالیو کې د سوریې د ملي لوبډلې سره مخ شي.
پریکړه کوونکې لوبه؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د سوریې سره مخ کیږي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا لوبه به په الاحسا لوبغالي کې ترسره شي او د نوي مشر روزونکي، وینچنزو البرټو انزه ​​تر څارنې لاندې د ملي لوبډلې لومړۍ رسمي لوبه ده.

د ملي لوبډلې لوبغاړي له یوې اونۍ راهیسې د الاحسا په روزنیز کمپ کې دي او د دې مهمې لوبې لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان د فوټبال فډریشن اعلان وکړ چې لوبډله به د مثبتې پایلې ترلاسه کولو لپاره د لوړ مورال سره میدان ته ننوځي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه