د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند په څلورم نړیوال پانګونې کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.
وزارت نن دوشنبه، د جوزا په ۱۹مه په یوه بیانیه کې وویل چې د دې سفر موخه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې ګډون کول او د طالبانو او ازبک چارواکو ترمنځ په تیرو غونډو کې د شویو پریکړو او ژمنو تعقیبول دي.