د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په حواله، دا تفاهم لیک د همغږۍ، دوامداره اړیکو رامینځته کولو، د پانګونې فرصتونو پیژندلو او د معدني معلوماتو ته د پانګوالو د لاسرسي اسانتیا په موخه لاسلیک شو.
د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت هم د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د معدني سرچینو د لوړ ظرفیت په اړه خبرې وکړې او د پانګوالو لپاره یې د ډیرو اسانتیاوو ژمنه وکړه.




