د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د لوی برید په پایله کې یو شمېر پوځي الوتکو په څو روسي هوايي ډګرونو کې اور واخیست.
د وزارت په وینا، د پیښې په تړاو څو کسان هم نیول شوي دي.
وزارت دا هم اعلان وکړ چې تر اوسه په دې پیښه کې د انساني تلفاتو راپور نشته.
د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د یکشنبې په ورځ په پنځو روسي سیمو کې په هوايي ډګرونو برید وکړ.