د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ۴۸.۲ میګاواټه ټولټال ظرفیت سره د باد او لمریزې انرژۍ د تولید د یوې لویې پروژې لومړی پړاو په هرات ولایت کې پیل شو.
د طالبانو د اقتصاد مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې ډول پروژو د پلي کولو هدف د فوسیلي سونګ توکو پورې تړلتیا کمول، د چاپیریال ساتنه او د دوامداره پرمختګ په لور حرکت کول دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکې انرژۍ کارول نه یوازې د چاپیریال لپاره ګټور دي، بلکې د هیواد اقتصادي زیربنا پیاوړې کوي او دوامداره بریښنا ته د خلکو لاسرسی ښه کوي.
په مراسمو کې، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف هم وویل چې د نوي کیدونکي انرژۍ پروژې د اقتصادي ځان بسیاینې او د کار پیدا کولو لپاره د اسلامي امارت د لوی پلان یوه برخه ده.