د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا میلیاردر او د ټیسلا، سپیس ایکس او ټولنیزې شبکې ایکس مالک، ایلان ماسک، د پنجشنبې په سهار، د جوزا په ۸مه اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د حکومت د موثریت د دفتر (ډاج) د مشر په توګه د هغه دوره پای ته رسیدلې ده.
ایلان ماسک، چې په دې پوست کې یې د “ځانګړي دولتي کارمند” په توګه دنده ترسره کړې، په یوه بیانیه کې له ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه چې هغه ته یې په فدرالي حکومت کې د غیر ضروري لګښتونو د کمولو فرصت برابر کړ.