د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ امیرخان متقی وویل چې د دې ډلې مشر د نړۍ مسلمانانو ته دا انګیزه ورکړه چې د «حقې لارې لپاره مبارزه» کامیابه کیږي او هغه نه یوازې پر افغانستان بلکې نړۍ ته یو احسان کړی دی.
امیرخان متقي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې په زابل ولایت کې د ملا محمد عمر د قبر د لیدو پر مهال وکړې، چې اوس د طالبانو ویاند خپره کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د دې ډلې پخواني مشر ویلي وو چې امریکا او متحدین یې باید مات شي او دوی دا کار وکړ.
متقي زياته کړه، که څه هم ملا محمد عمر د افغانستان په يوه کونج کې پټ و، خو په ټول افغانستان کې د هغه امرونه مراعت کیدل.
طالب چارواکو د جاري اوونۍ په لومړۍ ورځو کي اعلان وکړ چې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر مړی د زابل په سیوري ولسوالۍ کې ښخ شوی دی.
طالبانو نه دي ویلي چې د نوموړي جسد کله په دغه ځای کې ښخ شوی دی.
د افغانستان پخواني حکومت ویلي و چې ملا عمر په ۱۳۹۲ کال کې په پاکستان کې مړ شوی دی.