د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ داسلامی امارت ارګ تیره شپه (د عقرب ۱۷مه)یوه بیانیه خپره کړه او ويی ویل : محمد حسن سرداش له تیرو شلو(۲۰) کلونو راهیسې په ژورنالیستیکو چارو او ټولنیزو مسایلو کښې بوخت و او د تیر رژیم له نسکوریدو او دجنګ له ختمیدو وروسته هغه په بهر کې ژوند کوي او په دې وروستیو کې هیواد ته راستون شوی دی.”
په دې غونډه کې مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د لوی خدای په نصرت او د مجاهدینو د هڅو په برکت، په هېواد کې اسلامي امارت له بشپړ امنیت څخه برخمن دی او د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د ټولو اوسېدونکو تابعیت او اساسي حقوق خوندي دي. ”
د الوزرا ریاست د دفتر اداري مرستیال وویل، د دې ټولنې کارکوونکي د خلکو د خدمت مسوولیت لري او لازمه ده چې په دې برخه کې خپل انساني او اسلامي مسوولیت ادا کړي.
په دې کتنه کې محمد حسن سرداش وويل چې د طالبانو له مشرتابه څخه يې هيله دا ده چې د دغه هېواد کدرونو ته د خدمت زمينه برابره شي څو له خپلو شتمنيو او تجربو څخه د خلکو په خدمت کې استفاده وکړي.
نوموړي همدا راز هیله څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې به خپلو ژورنالیزم او ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.