د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ګارډین له مخې؛ په ټوله امریکا کې خلک د سه شنبې په ورځ په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د ګټونکي ګوند د ټاکلو لپاره رای ورکولو ته لاړل، دا په داسي حال کي ده چي ډیری خلک خپلې رایې مخکې له مخکې د بریښنالیک له لارې لیږلي.
په داسې حال کې چې تمه ده جمهوري غوښتونکي په دې ټاکنو کې د استازو د جرګې واک په لاس کې واخلي، د مشرانو جرګې برخلیک د سیالۍ د نږدېوالي له امله د اټکل وړ نه دی.
د ټاکنو وروستۍ پايلې (د چهارشنبه د عقرب د مياشتې تر ۱۸مې نېټې پورې) په لاندې ډول اعلان شوې دي:
نیلي: دیموکرات
سور: جمهوري غوښتونکي
د امریکا د کانګرس په منځمهاله انتخاباتو کې د استازو د مجلس ټولو ۴۳۵ څوکیو او د مشرانو جرګې یو پر دریمه برخه (۳۵ څوکیو) رایې اچول شوې دي.
په ځايي وخت د سه شنبې په ماښام د رای اچونې له پای ته رسېدو وروسته د ټاکنو د پایلو اعلان په تدریجي ډول پیل شوي دي