د طالبانو پلاوی د تجدید وړ انرجۍ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړ

د طالبانو د اوبو او انرجۍ وزارت یو پلاوی چې مشري یې جان محمد حمزه کوي، د نوي کیدونکي انرجۍ په نهم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.د دې سفر موخه د پاکې انرجۍ د پراختیا، پانګونې راجلبولو او د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه د نظرونو تبادله ده.
د طالبانو پلاوی د تجدید وړ انرجۍ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د اوبو او انرجۍ وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په حواله، د وزارت د تجدید وړ انرجۍ د څانګې د مشر جان محمد حمزه په مشرۍ پلاوی تهران ته تللی دی.

د سرچینې په وینا، د دې سفر موخه د تجدید وړ انرجۍ، کورنیو ظرفیتونو، صنعتي پراختیا، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا په برخه کې د طالبانو د پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه