“طالبانو د دوه ملیارد ډالرو مسافرو او کارګو ترمینل پروژه پیل کړه”

د طالبانو د اقتصادي مرستیال په ۱۴ ولایتونو کې د دوه ملیارد افغانیو په لګښت د معیاري ترمینلونو د جوړولو د پیل اعلان وکړ.
اعلام آمادگی مسکو برای مذاکره با واشنگتن درباره افغانستان است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال نن پنجشنبه، د جوزا په لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې په ۱۴ ولایتونو کې د مسافرو او بار وړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینلونو د جوړولو کار پیل شوی چې شاوخوا دوه ملیارده افغانۍ لګښت لري.

دا پروژه په کابل، غزني، ارزګان، زابل، کندهار، میدان وردګو، بغلان، هرات، هلمند، کندز، نیمروز، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې پلې کېږي.

د سرچینې په وینا، د دې ترمینلونو د جوړولو موخه د کورنیو سفرونو اسانتیا، د موټرو ترافیک تنظیمول، د صادراتو زیاتوالی او د سیمه ییزې اړیکې پیاوړتیا ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه