د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې وروستیو کې لسګونه ښځینه کارمندانې او ښوونکې له وړکتونونو څخه ګوښه کړې دي.
د راپورونو له مخې د ګوښه شویو کارمندانو لیست ترلاسه شوی، چې ښیي چې ټولې ګوښه شوي کارمندانې ښځې دي.
سرچینو راپور ورکړی چې دا پریکړه د طالبانو د هغو پالیسیو یوه برخه ده چې غواړي په مختلفو کاري برخو کې د ښځو حضور کم کړي، چې له ډېرو نیوکو سره مخ شوې ده.