د معمار پرس د خبر له مخې؛ د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په تهران کې د مقاومت د ډیپلوماسۍ او د شهیدانو د یاد نړیوال کنفرانس ته په یوه پیغام کې د مقاومت جبهې او فلسطین په ملاتړ کې د شهید آیت الله سید ابراهیم رئیسي د مهم رول ستاینه وکړه.
په دې پیغام کې، چې د ایران د مرحوم ولسمشر او د هغه د ملګرو د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت لیږل شوی و، هغه وویل: “موږ د دې لوی انسان یاد ته درناوی کوو چې په خپل ژوند کې یې په حساسو پوستونو کې ارزښتناکه خدمات وړاندې کړي، او موږ د هغه پاک روح ته سلام کوو.”