په متحده ایالاتو کې د افغانانو د لنډمهاله خوندي شرايطو لغوه کولو سره؛ زرګونه کډوال د اخراج په درشل کې دي

تهدید اخراج هزاران مهاجر افغانستانی با لغو وضعیت حفاظت موقت پناهجویان در آمریکا

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا دل کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د جو بایډن د ادارې پر مهال افغان کډوالو ته ورکړل شوی لنډمهاله خوندي دریځ (TPS) لغوه شوی دی.

د دې پریکړې معنی دا ده چې شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغان اتباع چې د دې پروګرام تر ساتنې لاندې په متحده ایالاتو کې دي، باید په راتلونکو ۶۰ ورځو کې له هیواده ووځي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په یوه بیان کې وویل چې د حکومت د ارزونې پر بنسټ، په افغانستان کې وضعیت دومره ښه شوی چې نور د خپلو اتباعو لپاره د لنډمهاله محافظت شرایط ته اړتیا نشته.

هغه د چین په ګډون د بهرنیو سیلانیانو د شمیر زیاتوالي ته په اشارې سره ادعا وکړه چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او د هیواد اقتصاد ثبات مومي.

بیشتر بخوانید:  د ایران په ګیلان ولایت کې د ناقانونه کډوالو پېژندنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه