د خوست د شیخ زاید پوهنتون ۱۲۰ استادان او کارکوونکي له دندو ګوښه شول

اخراج ۱۲۰ استاد و کارمند دانشگاه شیخ زاید در خوست

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په خوست ولایت کې باوري سرچینو تایید کړې چې طالبانو د شیخ زاید پوهنتون ۱۲۰ استادان او کارمندان د “تنقیص” په پلمه له دندو ګوښه کړي دي.

دا پریکړه په رسمي ډول د طالبانو د مستقیم امر له مخې پلي شوه او د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لرونکي پروفیسوران او اداري کارمندان پکې شامل دي.

ډیری دغو استادانو د جمهوري دورې په جریان کې په پوهنتون کې تدریس کاوه او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه چې تدریس د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه وه.

تر دې مخکې، طالبانو لسګونه تجربه لرونکي استادان له دندې ګوښه کړي وو او پر ځای یې د دیني مدرسو فارغین ګمارلي وو.

بیشتر بخوانید:  د بريتانيا د دفاع وزير په افغانستان کې د برتانيا د جنګي جنايتونو په اړه د څېړنو د پيل اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه