د ازبکستان او طالبانو د روغتیا وزارتونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وشوې

د ازبکستان او طالبانو د روغتیا وزارتونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وشوې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او د هغه ملګري پلاوي سره په خپل دفتر کې ولیدل.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې دواړو خواوو له ازبکستان څخه افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو، طبي او خوراکي توکو د واردولو، د لابراتواري ازموینو د پایلو د تبادلې، له افغانستان څخه د ځینو توکو د صادراتو او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

زاهد له ازبکستان سره روغتیايي اړیکې ارزښتناکې وبللې او د لوړ کیفیت درملو او طبي توکو د واردولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

هغه د لابراتواري ازموینو د پایلو په اړه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د ازبکستان پلاوي هم د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو څخه رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې په پورته شویو برخو کې به همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی پلان اعلان کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه