د بامیان پوهنتون کې پراخ بدلونونه: ۳۳ شیعه استادان له دندو ګوښه شول

د بامیان پوهنتون کې پراخ بدلونونه: ۳۳ شیعه استادان له دندو ګوښه شول

د طالبانو د لوړو زده کړو ریاست په بامیان پوهنتون کې د خپلو اقداماتو په دوام سره، د لږ تر لږه ۳۳ شیعه استادانو د تدریس دندې لغوه کړې دي.

دا پریکړه، چې د جمهور خبري اژانس لخوا خپاره شوي اسنادو پر بنسټ ده، د کرنې، جیولوژي، ټولنیزو علومو، طبیعي علومو او تعلیم له پوهنځیو څخه د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لرونکي پروفیسوران پکې شامل دي.

ځايي سرچینې دا عمل د طالبانو د هغو پالیسیو یوه برخه ګڼي چې غواړي د پوهنتونونو اکاډمیک جوړښت بدل کړي.

پخوا، په دې پوهنتون کې له ۵۳ څخه زیات پروفیسوران، چې ډیری یې پرمختللي درجې درلودې، له دندو ګوښه شوي یا استعفا ته اړ ایستل شوي وو.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو دفاع وزارت: د طالبانو د شپې سفرونو د بندیز لیک جعلي دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه