د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د ۸۲ خیریه موسسو سره د ۲۶ ملیون ډالرو په ارزښت د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل

شهدا و معلولین

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دې وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې د دغو یادښتونو پر بنسټ، د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۱۳۰،۰۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ویشل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دې مرستو د وېش پروسه لا هم په څو ولایتونو کې روانه ده او هدف یې د اړمنو خلکو د ستونزو کمول دي.

سرچینې زیاته کړه چې دا نوښت په ټول افغانستان کې د زیان منونکو ډلو، په ځانګړې توګه د معلولینو، کونډو او یتیمانو د ملاتړ لپاره ترسره شوی.

یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو د دې نوښت هرکلی کړی او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او کورنیو او بهرنیو خیریه موسسو څخه یې د بشري مرستو د پراخولو غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه کولی شي د زیان منونکو ډلو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې د پام وړ اغیزه ولري.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه او د دین او صحیفو د سپکاوي په غندلو سره د یوه پریکړه لیک تصویب
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه