د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست اعلان وکړ چې په تیر کال کې په ټول افغانستان کې له ۲ میلیونه ۲۴۷ زره څخه ډیر پاسپورټونه ویشل شوي دي او په پایله کې یې له ۱۳ میلیارده افغانیو څخه ډیر عاید د دولت خزانې ته جمع شوی دی.
د طالبانو د پاسپورټ څانګې عمومي رییس مولوي عبدالکبیر حسیب نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش پروسه په منظم، شفاف او نورمال ډول روانه ده او اتباع کولای شي په مستقیم او قانوني ډول د غوښتنلیک له لارې په لنډ وخت کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې د پاسپورټ ترلاسه کولو پروسې د اسانتیا لپاره، اوس وګړي کولای شي خپل پاسپورټونه د هیواد په هر ځای کې د پوستي خدماتو له لارې یوازې د ۱۰۰ افغانیو په ورکولو سره ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، دا اقدام د ګڼې ګوڼې کمولو او د مراجعینو د هوساینې د ښه کولو لپاره اخیستل شوی دی.