د ډریگن او ریچھ اتحاد؛ د لویدیځ تسلط لپاره یوه نوې ننګونه

سفر رسمی رییس جمهور چین به روسیه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د ولسي جمهوریت ولسمشر شي جین پینګ به د روسیې د فډړیشن د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د می له ۷مې څخه تر ۱۰مې پورې مسکو ته څلور ورځنی رسمي سفر وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې دواړه هیوادونه هڅه کوي خپل ستراتیژیک ملګرتیا لوړه کړي.

د رسمي اعلان له مخې، د چین مشر به د لوړ پوړو روسي چارواکو سره یوځای په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې سره سمون خوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د سفر موخه د بیجینګ او مسکو ترمنځ “متقابل سیاسي باور پیاوړی کول” او په نړیواله کچه د هر اړخیزې ملګرتیا پراخول دي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج کچه د ورځې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه