قرغزستان افغانستان ته د ۱۱.۵ ملیون ډالرو په ارزښت د تیلو صادرات اعلان کړل

قرقیزستان از صادرات ۱۱.۵ میلیون دالری تیل به افغانستان خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قرغزستان د احصایې کمیټې د دوشنبې په ورځ، د ثور ۱۵مه، ۱۴۰۴ راپور ورکړ چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې، هیواد افغانستان ته د ۱۱.۵ ملیون ډالرو په ارزښت تیل صادر کړي دي.

په دې صادراتي حجم کې ۲۴.۹ ملیون لیټره تېل شامل دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نفتي توکو په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

د قرغزستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د تیر کال په جنوري او فبروري کې له قرغزستان څخه افغانستان ته د تیلو صادرات نه دي ثبت شوي.

دا سږکال د کابل او بشکیک ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا منعکسوي.

بیشتر بخوانید:  انګلستان د وړ افغان کډوالو د بیا میشتیدنې اسانتیاوې برابروي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه