په ترکیه کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویشلو پیل

آغاز توزیع پاسپورت برای شهروندان افغان‌ مقیم ترکیه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په انقره کې د افغانستان سفارت، چې اوس مهال د طالبانو تر مدیریت لاندې دی، په یوه نوې اعلامیه کې اعلان کړی چې په ترکیه کې میشتو افغان اتباعو ته یې د پاسپورټونو د ویش پروسه بیا پیل کیږي.

د هغه اعلان له مخې، چې د سفارت په رسمي پاڼه کې د ایکس ټولنیزې شبکې (پخوانی ټویټر) کې خپور شوی، د پاسپورټ ویش پروسه به په رسمي ډول د ثور د نهمه څخه پیل شي.

د طالبانو سفارت په خپله اعلامیه کې لیکلي چې د پاسپورټونو غوښتونکي کولای شي د ټاکل شویو شرایطو سره سم د دې سفري سند ترلاسه کولو لپاره سفارت ته مراجعه وکړي.

د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د اړتیاوو په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

بیشتر بخوانید:  د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د توریستي شرکتونو ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه