د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې “ډېرې ښې” روانې دي او د هېواد پر وړاندې د پوځي اقدام اړتیا نشته.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۷مه، په یوه رسنیزه مرکه کې وویل چې هغه باور لري چې له ایران سره به ډیر ژر یوه موافقه وشي.
هغه دا هم ټینګار وکړ چې “پر ایران د بمبارۍ اړتیا نشته او زه فکر کوم چې د پوځي اقدام پرته به یوه موافقه وشي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.