روسیه او ازبکستان د ټرانس-افغان ریل پټلۍ په پراختیا کې همکاري کوي

همکاری روسیه و ازبکستان برای توسعه خط‌آهن افغان-ترانس

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ازبکستان کې د روسیې د سوداګرۍ د ماموریت مطبوعاتي دفتر یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي د دواړو هېوادونو متخصصینو په رسمي ډول د افغان-ټرانس ریل پټلۍ د پروژې د ډیزاین پروسه پیل کړې ده.

د دې اعلان پر بنسټ، د ټرانس-افغان ریل پټلۍ پروژه به د ازبکستان له ترمز څخه مزار شریف، کابل او په پاکستان کې پیښور ته لاره وصل کړي.

دا پټلۍ په ځانګړي ډول د جنوب ختیځې آسیا، د خپلواکو هیوادونو د مشترک المنافع هیوادونو، چین او اروپا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په سیمه کې د یوې نوې او دوامداره ترانزیتي لارې رامینځته کول دي.

روسي چارواکو اعلان کړی چې د دې پروژې پلي کول کولی شي د بار وړلو وخت او لګښت له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کم کړي.

بیشتر بخوانید:  په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه