د معمار پرس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې په کشمیر کې پر سیلانیانو د خونړي برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې دواړه هیوادونه به په یو ډول خپلې ستونزې حل کړي.
ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۶مه رسنیو ته وویل: “زه د دواړو هېوادونو مشران پېژنم، او زه فکر کوم چې دوی به په یو ډول یوې موافقې ته ورسیږي.”
په هرصورت، هغه د هند او پاکستان له مشرانو سره د مستقیم تماس په اړه خبرې ونه کړې.
د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو کله چې ناڅرګندو وسله والو تیره سه شنبه د کشمیر په جنجالي سیمه کې لږترلږه ۲۶ سیلانیان ووژل. دې پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.




