په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه څېړنه پیل کوي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۹مه) اعلان شوه.

د هاګ د محکمې قاضیانو ویلي چې د افغانستان اوسني واکمنان د تورنو شویو جرمونو په اړه معقولې څېړنې نه کوي.

د هاګ د محکمې په وینا، طالبانو دا ثابته نه کړه چې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د دې محکمې د څارنوال له خوا غوښتل شوې څېړنې ترسره کړي.

یو کال وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دې تحقیقات بیا پیل شي ځکه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د رښتینې اغېزمنې څېړنې امکان نشته.

هغه ویلي وو چې غواړي د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې له خوا په ترسره شویو جرمونو څېړنې ترسره کړي.

په ۲۰۲۰ کې، دې محکمې د هغو جرمونو په اړه څیړنې ته اجازه ورکړه چې د افغان حکومتي ځواکونو، طالبانو، امریکایي ځواکونو او بهرنیو استخباراتي اجنټانو لخوا ترسره شوي.

ټاکل شوي و چي دا څیړنه د سلف خان او فاتو بنسودا لخوا ترسره شي. خو د امریکا پخواني حکومت پر څارنوالانو بندیزونه ولګول.

خو دا څېړنه د افغان حکومت د پخوانيو چارواکو له غوښتنې وروسته ودرول شوه. پخپله افغان حکومت باید د جنګي جرمونو د تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

بیشتر بخوانید:  د جاپان له سفیر سره د طالب چارواکو د خبرو تمرکز د زراعتي همکاریو پراخول وو

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کې په هغو هیوادونو کې د جرمونو د محاکمې لپاره جوړه شوه چې د مجرمینو د راوستلو توان نه درلود یا نه غوښتل چي د جرمونو عاملین د محکمې عدالت ته وسپاري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x