پاکستان: افغان کډوال باید په دوو میاشتو کې له پاکستانه ووځي

پاکستان: مهاجران افغانستانی باید تا ۲ ماه دیگر پاکستان را ترک کنند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ټول راجستر شوي افغان کډوال، د PoR کارت لرونکي په ګډون، باید د جون تر ۳۰، ۲۰۲۵ پورې له پاکستان څخه ووځي، که نه نو حکومت به یې په رسمي ډول د شړلو پروسه پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودهري د جمعې په ورځ (د ثور ۵مه) د جیو نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې دا پریکړه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو د پروګرام د دوهم پړاو په دوام کې شوې ده.

د هغه په ​​وینا، دوهم پړاو، چې پکې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي کډوال شامل وو، پای ته رسیدلی او اوس اصلي تمرکز د PoR کارتونو لرونکو کډوالو باندې دی.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر احمد افریدي د دې پریکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

بیشتر بخوانید:  کابل کې پر ۵۵۰ کورنيو مرستې ووېشل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه