د اسلامي همکارۍ سازمان او جاپان په افغانستان کې د بشري همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

تاکید سازمان همکاری اسلامی و جاپان بر تقویت همکاری‌های بشردوستانه در افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د سعودي عربستان په جده ښار کې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې کامدا ماسایوکي په مشرۍ د جاپاني پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې اعلامیې له مخې، غونډه په عمده توګه د افغانستان په اوسني وضعیت متمرکزه وه او د سازمان او جاپان ترمنځ د بشري همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو بحث وشو.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګډو تعاملاتو د دوام پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  طالب چارواکی: د هېواد د ځنګلونو ساتنه موږ ټول مسوولیت یو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه