د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په کابل کې د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو لپاره د ملاتړ همغږي کولو لپاره یوه ګډه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو کسانو د وضعیت د حل لپاره د نږدې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
د طالبانو د کډوالو وزارت په وینا، د یوناما مرستیالې استازې اندریکا راتواټه په غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې، نږدې ۸۰۰،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ملګرو ملتونو او اړوندو سازمانونو تیر کال په افغانستان کې کډوالو او اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره ۱۸۳ ملیون ډالر ځانګړي کړل.