د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې سره ولیدل او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په متوازن بهرني سیاست ټینګار وکړ او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د همکارۍ پراخولو لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ او د ویزې او سرحدي ستونزو په حل یې ټینګار وکړ.
دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د سرحدي تاوتریخوالي او د افغان کډوالو د اخراج له امله خړې پړې شوې وې.