کرزی: د ملي اجماع پرته، په افغانستان کې تلپاتې سوله ممکنه نه ده

کرزی: بدون اجماع ملی، صلح پایدار در افغانستان ممکن نیست

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناروې له سفیر، پیر البرټ الساس سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې غونډه کې، کرزي د افغان ټولنې د یوې له اساسي اړتیاوو په توګه د نجونو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د هغه په ​​باور، د هیواد ریښتینی پرمختګ د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه نجونو ته د تعلیمي فرصتونو له برابرولو پرته ممکن نه دی.

پخواني ولسمشر د تلپاتې سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې د ټولنې د ټولو برخو د ګډون او د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه د موافقې پرته، ریښتینې سولې ته رسیدل ناممکن دي.

بیشتر بخوانید:  شهباز شریف: د پاکستان پارلمان به په څلورو ورځو کې منحل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه