د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) یوه چارواکي، له AFP سره په یوه مرکه کې، په کلکه هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د امریکا پوځي الوتکه د پروان ولایت په بګرام هوايي اډه کې راښکته شوې ده.
دغه چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې امریکا په اډه کې پوځي حضور نلري او په بګرام کې د پوځي فعالیتونو اوازې بې بنسټه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ دا ادعاوې رد کړې وې.
په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو له لارې خپره شوه، هغه د امریکایي الوتکې د ناستې په اړه اوازې “پروپاګند” وبللې چې موخه یې “د عامه افکارو ویجاړول” دي.
مجاهد زیاته کړه چې د بګرام اډه په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده او هیڅ بهرني ځواکونه هلته د فعالیت اجازه نلري.