د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د طالبانو حکومت غواړي له نړۍ سره اړیکه ونیسي. او د دې ډلې سرپرست حکومت د رسمیت پیژني لپاره ټول معیارونه پوره کړي دي.
کریمي وویل: “د طالبانو حکومت هغه معیارونه او نورمونه پوره کړي چې د رسمیت پیژني لپاره مهم دي او موږ یې په نننۍ نړۍ کې وینو.”
بايد يادونه وشي چې نړيوالې ټولنې او د سيمې هېوادونو ويلي چې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو مهم شرطونه په افغانستان کې د ټولو توکمونو ګډون او د بشري حقونو رعايت دى.