د چین د بهرنیو چارو وزیر: امریکا باید د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو په لاره کې د خنډونو له رامنځته کولو ډډه وکړي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وانګ يي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دې هم ټینګار وکړ چې پر بېجینګ د واشنګټن له خوا لګول شوي صادراتو کنټرول د دې مشروع حقونه سخت زیانمن کړي او باید اصلاح شي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې بلینکن د اوکراین د جګړې او نړیوال امنیت او اقتصادي ثبات ته د ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې.

د رویټرز په وینا، امریکا په وار وار د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو د پرانیستې لارو پر ساتلو ټینګار کړی، خو په دې وروستیو کې یې دا خبره هم کړې، چې که بیجینګ پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ وکړي، دا مسله به ناوړه پایلې ولري.

چین چې د روسیې ستراتیژیک ملګری دی، د روسیې پر وړاندې د لویدیځ پر بندیزونو نیوکه کړې، خو په عین وخت کې یې له دغه پوځي کمپاین سره د مرستې لپاره یې نه دی ملاتړ کړی.

بلنکن له خپل چينايي سيال سره په تليفوني تماس کې د چين او امريکا د اړيکو د مسوول مديريت پر اړتيا هم ټينګار وکړ.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې واشنګټن له بیجینګ سره د شخړې په لټه کې نه دی او د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي چې بیجینګ له واشنګټن سره د داسې لارو چارو د موندلو لپاره کار کولو ته لېواله دی چې دواړو لورو ته ګټه ورسوي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: د "افغاني ارزښتونو" خلاف کتابونو خپرول به ودرول شي

دا مسله په داسې حال کې راپورته کیږي چې دواړه یاد شوي چارواکي تمه کیږي چې راتلونکې میاشت په بالي کې د G20 سرمشریزې په څنډه کې سره وګوري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x