د جرمني نوي حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرامونه وځنډول

آلمان برنامه پذیرش پناهجویان از سازمان ملل را موقتا متوقف کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د کډوالو د منلو پروګرام په موقت ډول ځنډول شوی دی.

دا پریکړه د سه شنبې په ورځ، د اپریل په اتمه نیټه په داسې حال کې وشوه چې د فریدریش مرټز په مشرۍ د محافظه کار ګوند او سوسیال دیموکراتانو ترمنځ یو نوی ایتلافي حکومت په راتلونکو څو اونیو کې جوړیږي.

د رویټرز لخوا ترلاسه شویو اسنادو له مخې، دواړو ایتلافي ګوندونو موافقه کړې چې د ملګرو ملتونو د پروګرام په ګډون د کډوالو د داخلې پروګرامونه وځنډوي او په دې برخه کې کوم نوی پروګرام پیل نه کړي.

جرمني له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اروپايي ټولنې د بیا میشتیدنې د پروګرام برخه ده، چې په کې هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ لخوا په ترکیه، مصر، اردن، کینیا او لیبیا کې پیژندل شوي دي، اروپایي هیوادونو ته لیږدول کیږي.

بیشتر بخوانید:  د ایران د ولسي جرګې د کډوالۍ ملي سازمان د پلان طرحه تصویب کړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه