د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د اسلام آباد اندیښنو ته پام ونه کړي نو د دواړو هیوادونو ترمنځ ټول تړونونه به لغوه شي.
هغه په اسلام آباد کې په یوه سیمینار کې ټینګار وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله د پاکستان امنیت ته یو لوی ګواښ ګرځیدلی او د دې ډلې بریدونه هره ورځ ملکي وګړي، په شمول د ماشومانو، وژني.
صادق خان وویل: “دا وضعیت د زغملو وړ نه دی او افغانستان باید له موږ سره همکاري وکړي.”
هغه زیاته کړه چې د ستونزې یوه برخه د پاکستان له کورنیو ستونزو سره تړاو لري، خو له افغانستان څخه د وسله والو کسانو ننوتل باید ودرول شي.