د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د ۲۰۲۵ کال د اسیا د فوټبال جام په دویمه لوبه کې د سویلي کوریا له ملي لوبډلې سره مخ شي.
لوبه به د دوشنبې په ورځ، د حمل په ۱۸مه، د شپې په ۹:۴۵ بجو په اړونده لوبغالي کې ترسره شي.
دا لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ډېره مهمه ده؛ څرنګه چې دوی خپله لومړۍ لوبه د یمن د ملي لوبډلې په وړاندې بایللې وه، نو اوس دوی اړتیا لري چې د نړیوال جام لپاره د وړتیا لپاره خپلې پاتې دوه لوبې وګټي.
د افغانستان لوبډله د دې سیالیو په دریم ګروپ کې د سویلي کوریا، یمن او اندونیزیا له لوبډلو سره ده.
د ګروپ په مرحله کې د ټیم وروستۍ لوبه به د اندونیزیا په وړاندې وي.