د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو پراختیا

گسترش روابط اقتصادی سه‌جانبه افغانستان، ازبکستان و پاکستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو او د ازبکستان د یوه پلاوي ترمنځ په یوه مهمه غونډه کې، دواړو خواوو د سوداګرۍ او ټرانزیټ همکارۍ پراختیا او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ټرانسپورټي لارو په جوړولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس سید جاوید برهان هم وویل چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ باید یوه ګډه کمیټه جوړه شي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د کمښت عوامل وڅیړي او تحلیل یې کړي.

مخکې له دې، راپورونو سږ کال د کابل او تاشکند ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې د پام وړ ودې راپور ورکړی و.

دا هغه مسله ده چې د طالبانو د اقتصاد وزارت هم تایید کړې ده.

بیشتر بخوانید:  طالب ویاند: روسیې او ازبکستان د دوحې په ناسته کې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه