د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د مالي او بشري مرستو د بشپړ بندولو غوښتنه وکړه.
هغه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې متحده ایالاتو په تیرو وختونو کې له افغانستان سره په پراخه کچه مرستې کړې دي، خو دا پروسه باید پای ته ورسیږي.
ټرمپ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په هغه ډول چې بایډن یې وکړ شرموونکی و.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید د خپلو دښمنانو سره مرسته ونه کړي.
او افغانستان ته د ۴۰ ملیون ډالرو وروستۍ مرسته د منلو وړ نه ده.